د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایران هېواد له سفیر سره ولیدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۱:۳۷
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د د واړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او اړیکو پر ښه والي، د دوو کلونو په موده کې د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د وزارت پر فعالیتونو او لاسته را وړنو، د هرات ولایت د غوریانو د اوسپنې د څلورو بلاکونو، د بد خشان راغستان او کندز سروزرو کانونو، د هرات ولایت د نفتو ګازو بلاکونو چې اوس مهال د داوطلبۍ لپاره اعلان ته سپارل شوي دي په اړه یې خبرې وکړې.
د ایران اسلامي جمهوریت سفیر د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او همدا راز یې د افغان محصلینو چې په  بېلابېلو پوهنځیو کې په ځانګړې ډول د اکتشاف، د کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې په ایران هېواد کې په زده کړو بوخت دي په اړه یې خبرې وکړې، د بېلا بېلو برخو ترڅنګ یې د کانونو په برخه کې د هر ډول همکاریو د چمتو والي خبره وکړه.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سر پرست وویل: ټول هغه افغانان چې له هېواد څخه بهر په زده کړو بوخت دي زموږ ملي سرمایه ده، هېواد هغوی ته اړتیا لري او ډاډه یم چې د زده کړو له بشپړېدو څخه وروسته به د هېواد اقتصادي پراختیا او پرمختګ لپاره بېرته هېواد ته راستانه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته