د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ملي پراختیا شرکت له رئیس سره وکتل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۹:۵۶
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي پراختیا شرکت له رئیس ښاغلي عبدالرحمن عطاش سره په خپل کاري دفترکې وکتل.
په دغه کتنه کې د ملي پراختیا شرکت رئیس د قوشتېپې کانال په ګډون د بېلا بېلو پروژو د پرمختګونو او فعالیتونو چې د ملي پراختیا شرکت یې د هېواد د ابادۍ په موخه په بېلا بېلو برخو تر کار لاندې لري او همدا راز یې د بلخاب ډبرو سکرو کان چې د قوشتېپې کانال د تمویل لپاره ځانګړی شو دی د ښه استخراج په موخه یې خپل نظریات، غوښتنې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د هغوی د غوښتنو او خبرو له اورېدو څخه وروسته یې د هېواد د ودانولو په برخه کې د ملي پراختیا شرکت د پروژو د چټکتیا په موخه د یاد وزارت له لوري ورسره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

بېرته خبرونه ته