د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هېواد د MCC Holoda کمپنۍ له ريیس سره وکتل

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۸:۲۴
ss

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چین هېواد د دولتي شرکت  MCCHoloda له رییس سره په داسې حال کې چې د مس عینک پروژې قراردادي شرکت مسوولینو هم ګډون درلود وکتل.
 د MCC Holoda شرکت د چین د کانونو له لویو شرکتونو څخه دی چې د مسو، سرب او جستو د استخراج او پروسس په برخه کې فعالیت کوي د یادې کمپنۍ مسوولینو د افغانستان د لویو کانونو په ځانګړي ډول د مسو، سرب او جستو کانونو په برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه، د کانونو او پټرولیم وزارت څخه یې په دې برخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد دکانونو په برخه کې د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په بامیانو، کندهار او غور ولایتونو کې د سرب او جستو کانونه شته، په دې اساس که کمپنۍ د اسلامي امارت له شرایطو سره سم په افغانستان کې دننه پروسس ترسره کړي، موږ همکارۍ ته چمتو یو که نه نو بهر ته د خامو موادو صادرولو او پروسس کولو اجازه نه ورکول کېږي. 
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مس عینک کان اړوندو موضوعاتو په اړه د یادې کمپنۍ له مسوولینو سره خبرې وکړې، د مس عینک کان د چارو د چټکتیا په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

بېرته خبرونه ته