د ارزګان ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې ناست ترسره شوه

urgent_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۰
س

د کانونو ساتنې کمېټې غونډه دارزګان ولایت د والي الحاج مولوي عنایت الله"شجاع"  په مشرۍ د امنیه قومندان الحاج مولوي محمد رفیق"خادم" د کمېټې غړو او د یاد ولایت د بېلا بېلو برخو رئیسانوپه ګډون ترسره شوه.

د ارزګان ولایت والي زیاته کړه: موږ ته په کار ده چې د کاني زېرمو ښه مدیریت او ساتنه یې وکړو او دغه راز خپل هېواد او نظام پرې پیاوړی کړو، کانونه زموږ د هېواد ملي شتمني ده، موږ او تاسو ته لازمه ده چې د ساتنې، روڼتیا برخې ته یې پاملرنه وکړو او د  قاچاق، غیر قانوني استخراج  په برخه کې یې مخنیوی وکړو، هغه همدا راز یادونه وکړه چې د یاد ولایت د مقام مشرتابه غړي په ټولو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.

په پای کې د کمېټې غړو خپل نظرونه، وړاندیزونه شریک کړل، د کانونو د ساتنې د غیر قانوني استخراج په برخه کې یې له کمېټې سره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته