د هېواد د نفتو او ګازو په کانونو کې د پانګونې لېوالیتا

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۵۰
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د شنبې په ورځ د (1403/5/27) نېټې په خپل کاري دفتر کې د کام ګروپ او د ازبکستان ایریل شرکتونو له رئیسانو سره وکتل.

په پیل کې د وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نفتو او ګازو په برخو کې یې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

د ایریل او کام ګروپ شرکتونو رئیسانو د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له میلمه پالنې څخه مننه وکړه دغه راز یې د هېواد په کانونو په ځانګړې توګه د جوزجان ولایت طوطي میدان ګازو بلاک کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد په کانونو کې د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ ویې ویل: دغه وزارت هڅه کړې چې په هېواد کې د پانګونې په موخه ملي او بین المللي پانګوال وهڅوي، ترڅو وکولای شو هېوادوالو ته د کاري زمینې برابرولو سربېره اقتصادي ودې ته لا پراختیا ورکړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته