د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غوریانو اوسپنې کان څلورم بلاک څخه لیدنه وکړه

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۹:۳
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د غوريانو ولسوالۍ اوسپنې کان څلورم بلاک څخه لیدنه وکړه

ښاغلي بدري په دغه سفر کې د یاد کان چارې له نږدې وارزولې، ټينګار يې وکړ ، چې قراردادي شرکت باید د خپلو ټولو ژمنو سره سم خپلې چارې پرمخ یوسي، په ځانګړي ډول د سیمې خلکو ته د ټولنیزو خدماتو وړاندې کول، زېر بناوې جوړول، د معيار سره سم سروې او اکتشاف کول او له استخراج وروسته په کور دننه پروسس کول د قراداد مهمې برخې دي چې قراردادي کمپنۍ یې باید عملي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته