د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات ولایت د کانونو له ریاست څخه لیدنه وکړه

sp_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۴۵
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ (25/6/1403) نېټې د هرات د کانونو ریاست له کارکوونکو سره وکتل.

د هرات د کانونو رئیس ورته د ښه راغلاست تر څنګ د دغه ریاست کاري راپور او لاسته راوړنې واورولې او د چارو د ښه والي په موخه یې خپل وړاندیزونه او نظریات له سرپرست وزیر سره شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد ولایت د کانونو ریاست د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه، د بېلابېلو برخو ستونزې او نظریات یې واورېدل او د حل په برخه کې یې ورسره د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته