د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۸:۲۲
logo

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې سرغړونو له کبله فسخه شو. 
د نوموړي تړون د نقض د مواردو د څېړنې په موخه له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمېټې ټاکل شوې وې او د کمېټو د کار په پایله کې وموندل شوه چې آفچین شرکت له تړون څخه مکرراً د فسخې موجب سرغړونې کړې وې او د تړون د ژمنو په تطبیق کې پاتې راغلی و.
په دې توګه، د اقتصادي معاونیت د ۱۴۴۶/۱۲/۱ نېټې د ( ۵۱۸۸ ) ګڼې وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د ۱۴۴۶/۱۲/۵ نېټې د ( ۶۸۵۶ ) ګڼې حکم پربنسټ له یاد شرکت سره تړون فسخه شو. 
د کانونو او پټرولیم وزارت د نوموړي تړون او اړوند اسنادو حقوقي ارزونې، د یادې ساحې تخنیکي ارزونې او له آفچین شرکت سره د مالي حسابونو د تصفیې په موخه، نړیوالو تجربه لرونکو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې په یاده برخه کې رسماً خپله لېوالتیا (EoI) له وزارت سره شریک کړي.

د یادې پروسې په اړه د نورو جزیاتو او د لېوالتیا د څرګندولو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې لینکونه وکاروئ:
https://momp.gov.af/request-expressions-interest-1
https://momp.gov.af/request-expressions-interest-0
https://momp.gov.af/request-expressions-interest

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د. . .

بېرته خبرونه ته