د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال سره وکتل

kamran2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۸:۵۸
logo

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال براق انسال سره وکتل.
د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت مرستیال د جوزجان د یتیم تاق سمنټو پروژې د اکتشافي کارونو، د هستوګنې د کمپ د رغولو او راتلونکو پلانونو په اړه یې خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې پروژې د چارو په اړه خوښي څرګنده کړه ویې ویل: افغان حکومت د یتیم ‌تاق سمنټو پروژې پلي کېدو ته ژمن دی دغه راز یې د چارو په چټکتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته