د سمنګانو ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه د سمنګانو ولایت د والي مرستیال په مشرۍ، د کانونو رئیس او د کمېټې غړو په ګډون، د یاد ولایت د کانونو ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د والي مرستیال د کاني سرچینو د مدیریت او ارزښتونو، د قاچاق مخنیوي او د کانونو د ساتنې سربېره یې د ډبرو سکرو د بازار موندنې په اړه یې خبرې وکړې.
په پای کې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه د چارو د لا ښه والي په موخه شریک کړل او د پلانونو د پلي کېدو په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.