د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

kamran_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي پلټنې ریاست د کلني پلان له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترسره شوې ارزونې د پایلو د شریکولو په موخه، د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست له لوري قراردادي شرکتونه کابل ته راوبلل شول، څو د مخامخ ناستې له لارې د پلټنې پایلې ورسره شریکې شي او شته نیمګړتیاوې په رسمي ډول ورته وړاندې شي.
د لیدنې په ترڅ کې د یاد ریاست رئیس له لوري، د شرکتونو د ستونزو د یادولو تر څنګ، شرکتونو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې. شرکتونو هم د خپلو فعالیتونو د سمون ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ریاست ټولې سپارښتنې به په ټاکلي وخت عملي کوي. همدارنګه یې د وزارت له رهبرۍ څخه د تخنیکي همکارۍ غوښتنه وکړه.
د تخنیکي پلټنې رئیس زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګوالو د ستونزو په حل کې جدي دی. سربېره پر دې د تخنیکي پلټنې ریاست ټینګار کوي چې د هېواد د طبیعي زېرمو د معیاري، قانوني او شفاف استخراج لپاره به خپلې پلټنې دوامدارې وساتي او د یادو شرکتونو د فعالیتونو د سمون او پرمختګ څارنه به کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۹:۳۷
Background image

د جامدو او مایع کانونو د سروې هوکړه لیک لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د جامدو او مایع کانونو د سروې هوکړه لیک د EM SURVEYS شرکت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۷:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي‌رضا. . .

بېرته خبرونه ته