د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار د TNG شرکت له عمومي رئیس سره وکتل

kamran2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۲۲:۲۸
News

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام ستر سلاکار مولوي احمدجان په داسې حال کې چې د پټرولیم عمومي رئیس الحاج ملا محمد اسرائیل او د تخنیکي کمېټې غړو یې ملتیا کوله، د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې په ۲۳مه نېټه، د تاتارستان هېواد د T N G شرکت له عمومي رئیس او مل پلاوي سره په مزار شریف ښار کې وکتل.

په پیل کې یې مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او دواړو لورو د هېواد د نفت او ګازو د سرچینو په برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه د هېواد په کچه د امنیت د ټینګښت، په ځانګړې توګه د آمو دریا نفتې حوزې، د انګوت، قشقري او زمردسای سیمو د نفتي سټېشنونو د بیا رغونې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل. د یاد شرکت له لوري په دې برخه کې یو لنډ معلوماتي پرېزنټېشن هم وړاندې شو. سربېره پر دې هغوی د نفتو په برخه کې د انجنیرانو د وړتیاوو لوړولو په موخه د چمتوالي خبره وکړه.

د یادې ناستې په پای کې د وزارت د مقام ستر سلاکار هم د ګډ کار لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او په دې اړه یې خوښي وښوده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته