د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر څرنګوالي، د پانګونې فرصتونو او د هېواد د انرژۍ د زیربناوو د پراختیا پر لارو چارو یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د یاد شرکت مسوولینو د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له همکاریو او ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ، د خپلو فعالیتونو، پروګرامونو او د پانګونې طرحو په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان د طبیعي ګازو او د ډبرو سکرو له بډایه سرچینو څخه برخمن هېواد دی، که چېرې له دغو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې په معیاري او اغېزمن ډول ګټه پورته شي نو د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د هېواد د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کېدو زمینه به هم برابره شي.
