د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اسپ میدان سیمې د وزارت برخه(۱۵۷۳.۸۱۹۲) ټنه سرب او جست د۱۴۰۵/۴/۲۴ نېټې څخه د(10) ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې د یادو سرب او جستو لپاره د یو ټن لومړنی قیمت د وزارت د رهبري هیئت له لوري(۳۵۰) امریکايي ډالره ټاکل شوی دی.
لېواله کسان کولای شي خپل غوښتنلیکونه د فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست ته وسپاري او اړوند شرطپاڼه دې تر لاسه کړي غوښتونکي مکلف دي، چې لس(10) سلنه نغدې پیسې د بانکي ضمانت په توګه د داوطلبۍ په ورځ له ځان سره ولري.
