د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري له لوري یو کلن راپور وړاندې شو

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۱۹
news

د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې چې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج، د وزارت ویاند مفتي همایون افغان او یو شمېر رئیسانوګډون کړی و د وزارت د لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو راپور یې د رسنیو په شتون کې ملت ته وړاندې کړ.
په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: ډېر د شکر او خوښۍ ځای دی، چې نن په دې مهمه غونډې کې له خپل درانه ملت سره د کانونو او پټرولیم وزارت فعالیتونه او لاسته را وړنې شریکوو.
کانونه د ټول افغان ملت شتمني ده، د کانونو او پټرولیم وزارت د دې سترې شتمنۍ د ساتلو او د ملت د خیر او هوساینې لپاره د ښې ګټې اخیستنې په موخه په ډېر جدیت او دقت کار کوي او یاد سکټور لپاره منظم پلانونه لري. موږ د کانونو په برخه کې پوره روڼتیا ته ژمن یو او هڅه کوو، چې عواید یې د اقتصادي ودې او د فقر له منځه وړلو په موخه د بنسټیزو او ملي پروژو د پلي کېدو په برخه کې ولګول شي. دغه راز د پانګونې د جلبولو لپاره د پام وړ خوځښت رامنځته شوی دی، چې دا ټول د افغانستان اسلامي امارت د روښانه لید لوري او د کانونو د سکټور له تګ لارې ترلاسه شوی دی.
همدارنګه د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج زیاته کړه: افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو بډایه هېواد دی اوس مهال د کانونو تړونونه د اکتشاف په مرحله کې دي دغه مرحله به ډېر ژر بشپړه شي او د ګټې اخیستنې څخه وروسته به ګڼ شمېر هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابرشي.
ورپسې د یاد وزارت ویاند مفتي همایون افغان د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د هر اړخیزو معلوماتو وړاندې کولو پرمهال وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي، چې د کانونو د ساتنې او ښې استفادې په برخه کې په جديت او روڼتیا سره کار وکړي او په راتلونکي کې د هغو د پلي کېدو په برخه کې لنډ‌ مهاله منځ مهاله پلانونه په پام کې نیول شوي دي، د مخکینو تړونونو د مدیریت سربېره، تېرکال د کورنیو پانګوالو سره د کوچنیو کانونو ۴۲ تړونونه، له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره ۱۰ د لوی مقیاس کانونو تړونونه د ازادې داوطلبۍ له لارې لاسلیک شوي، د عاليقدر امیرالمومنین حفظه‌ الله په لارښوونې د ۸ لويو کانونو او ۹ نورو کوچنيو کانونو عواید يې د قوشتېپې کانال د تمويل او يو شمېر سړکونو او بندونو د جوړولو لپاره ځانګړي کړي دي، همدارنګه په هېواد کې د سمنټو په پنځو سترو کارخونو باندې کار روان دی، چې په ټولیزه توګه به ۷۶۸ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه وکړي او همدارنګه د مالګې په سکټور کې چې په هېواد کې ۳۰۰ زره ټنه مالګې ته اړتیا ده او اوس مهال موږ ۳۴۴ زره ټنه مالګه په هېواد کې تولیدیږي، چې په دې سره د مالګې په برخه کې په ځان بسیا شوي یو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۳:۸
Background image

اهدای تصدیقنامه‌ها برای محصلین دورۀ پرکتیک پوهنتون  لوگر

ریاست انستیتوت معادن وزارت معادن و پترولیم پنجشنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۲۴ طی محفلی برای ۲۹ تن از محصلین دیپارتمنت تفحص و اکتشاف پوهنځی جیولوجی و معادن که برای دوره پرکتیک معرفی گردیده بودند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۵:۵
Background image

داوطلبی فروش زمرد ولایت پنجشیر

یازده جعبه زمرد استخراج شده که وزن مجموعی آن مقدار ۸۵۹۳ قیراط میباشد، به ارزش ۴۷۱۶۵۰ دالر امریکایی در دوازدهمین دور داوطلبی، سه‌شنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۲۲ در تالار مقام ولایت پنجشیر با. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۵۳
Background image

امضاء تفاهمنامه همکاری های دوجانبه میان وزارت معادن و پترولیم و  تحصیلات عالی

محترم عبدالرحمن قانت معین پالیسی و برنامه‌های وزارت معادن و پترولیم با محترم شیخ ضیاءالرحمن الاریوبی، معین علمی وزارت تحصیلات عالی تفاهم‌نامۀ همکاری مشترک علمی و تخنیکی را امضا نمودند.
. . .

BACK TO NEWS