د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا
تاریخ نشر
تاریخ ختم
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د زیدان کان اول بلاک سیمې د وزارت برخه(250) ټنه سرب او جست ډبرې د 1405/6/8 نېټې څخه د(10) ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې د یادو سرب او جستو لپاره د یو ټن لومړنی قیمت د قیمت ټاکنې کمېټې له لوري(550) امریکايي ډالره ټاکل شوی دی.
هغه حکمي کسان چې غواړي یادې ډبرې واخلي خپل غوښتنلیکونه دې د(10) کاري ورځو په ترڅ کې د فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست ته وسپاري.
او د ټولیز قیمت لس(10) سلنه نغدې پیسې د ضمانت په توګه د داوطلبۍ په ورځ اخیستل کېږي.
