د کندهار د شور اندام سمنټو کارخونې د تولید بهیر پیل شو

kamran_admin
جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۲:۳۸
لوګو

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، د افغاني سرې میاشتې رئیس شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ‌الحدیث نورالحق انور، د کندهار والي الحاج ملا شیرین اخوند، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د یادې کارخونې رئیس الحاج احمد نبي زاده او سیمه‌ییزو مسوولینو ګډون کړی و.

د مراسمو په پیل کې د یادې کارخونې بنسټګر احمد نبي‌زاده راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د کارخونې د معیاري سمنټو د تولید په اړه یې له ګډونوالو سره خپل معلومات شریک کړل.

ورپسې، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې افغانستان هغه مهال تلپاتې اقتصادي پرمختګ ته رسېدای شي، چې له خپلو سرچینو څخه دوامداره ګټه پورته کړي او د صنعتي سیاست په برخه کې مهم ګامونه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت ستراتیژیک اقتصادي لیدلوری او مسوولیت د داسې تولیدي نظام رامنځته کول دي، چې اقتصادي وړتیا ولري او د هېواد د پرمختګ لپاره واقعي ارزښت رامنځته کړي. د همدې موخې لپاره د مهمو او سترو ملي پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شوې ده.

دغه راز، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د کندهار د شور اندام د سمنټو کارخونې په اړه وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د کندهار ولایت د شور اندام د سمنټو کارخونې عملي تولید پیل شوی دی. ټاکل شوې، چې دغه کارخونه په لومړي پړاو کې هره ورځ د ۱۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال د کندهار ترڅنګ په جوزجان، لوګر، پروان، هرات او سمنګان ولایتونو کې هم د سمنټو پر شپږو سترو پروژو کار روان دی، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۶۶۲ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي. د دغو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان به د سمنټو د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې پر لور مهم ګام واخلي.

د کانونو او پټرولیم وزیر څرګنده کړه، چې د سمنټو صنعت د هېواد د ودانیزو، بیارغونې او بنسټیزو پروژو لپاره ځانګړی اهمیت لري. د کورني تولید پراختیا به نه یوازې د بازار اړتیاوې پوره کړي، بلکې د صنعتي فعالیتونو په وده او اقتصادي ځان‌بسیاینې کې به هم اغېزناک رول ولوبوي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت به د هېواد له کاني شتمنیو څخه د قانوني او اغېزمنې ګټې اخیستنې، د معیاري پروسس او د پانګونې د جلب په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۲:۴۱
Background image

برگزاری نخستین مزایده فروش زمرد پنجشیر در نمایشگاه بین‌المللی افغانستان

برای نخستین‌بار، مزایده فروش زمرد ولایت پنجشیر در چارچوب نمایشگاه بین‌المللی افغانستان، با هدف معرفی ظرفیت‌ها و فرصت‌های سرمایه‌گذاری در بخش معادن، جلب و جذب سرمایه‌گذاران داخلی و خارجی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۲
Background image

نخستین نمایشگاه تخصصی ملی و بین‌المللی معادن افغانستان در کابل افتتاح شد

نخستین نمایشگاه تخصصی ملی و بین‌المللی معادن افغانستان، چهارشنبه مورخ ۶ عقرب ۱۴۰۵ با حضور   محترم مولوی عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاست الوزرا، محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری وزیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۹:۱۷
Background image

سیستم دیجیتلی مدیریت مکاتیب و اسناد اداری افتتاح گردید

سیستم الکترونیکی مدیریت مکاتیب و اسناد اداری که از سوی وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، به‌منظور ایجاد سهولت در روند کاری ادارات، تأمین شفافیت، تسریع اجراآت و تأمین امنیت اسناد اداری. . .

BACK TO NEWS