د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ، د یو شمېر رئیسانو او مسوولینو په ګډون د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۴لمریز کال د وږي میاشتې په ۵مه نېټه د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او د اجنډا اړوند مالي او اداري مرستیال د مسوولینو د دندو او مکلفیتونو په ښه ترسره کولو ټینګار وکړ ویې ویل: ټول کارکوونکي مکلف دي، چې له یو بل سره په بشپړې همغږۍ، پوره روڼتیا د چارو پرمخ وړلو کې هڅه او همکاري وکړي.
ورپسې، یو شمېر رئیسانو د خپلو کارونو او کړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، خپل وړاندیزونه او ستونزې یې د چارو د لا ښه والي په موخه د وزارت له رهبري سره شریکې کړې.
په پاى کې د مهموچارو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول او د بېلابېلو برخو لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.