د کانونو او پټرولیم وزیر د تاتارستان د نفتو ګازو او کیمیاوي صنعتي فورم کې ګډون وکړ

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۲۰
image0

د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د لوړپوړي پلاوي په مشرې د تاتارستان جمهوریت په رسمي بلنه د یاد هېواد د نفتو، ګازو او کیمیاوي صنعتي فورم کې د ګډون پر مهال وینا وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد هېواد له رهبرۍ څخه د مننې سربېره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو، د افغانستان د نفتو او ګازو د بډایه زېرمو، له یاد هېواد څخه د ټکنالوجۍ د لېږد په اړه خبرې وکړې همدا راز یې پانګوالو ته بلنه ور کړه تر څو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.
نوموړي پلاوي د تاتارستان د رئیس جمهور په مشرۍ له لوړ پوړي پلاوي سره د لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل او پرېکړه یې وکړه، چې یوه ګډه تخنیکي کمېټه دې جوړه شي ترڅو د همکاریو زمینه لا پراخه شي. همداراز د تاتارستان چارواکو ژمنه وکړه، چې د افغان محصلینو لپاره به د تحصیلي بورسونو او د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري کوي.
افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې د تات د نفتو دولتي شرکت له مشرتابه پلاوي سره ولیدل، یاد شرکت د افغانستان له اړوندو ادارو سره د تخنیکي همکاریو، د متخصصینو د لېږلو او د روزنیزو برنامو د برابرولو ډاډ ورکړ.

Full Image 1 Full Image 2 Small Image

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

بېرته خبرونه ته