د کندهار، لوګر او زابل ولایتونو د لسو ساحو کړومایټ ډبرو کانونو داوطلبي.

firoz_admin
Thu, May 19 2022 12:43 PM
dfd

د کانونو او پټرولیم وزارت د کندهار، لوګر او زابل ولایت د کرومایټ ډبرو کانونو داوطلبي 29/2/1401 نېټې د وزارت په مقام کې په شفافه ټوګه تر سره کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کرومایټ ډبرو کانونو ساحو داوطلبي چې مخکې اعلان ته سپارلي وو، د موظف هیئت او 214 هغو شرکتونو په حضور کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، د رسنیو پر وړاندې په شفافه ټوګه تر سره شوه.

چې په دغه داوطلبي کې لاندې شرکتونه:

  • عبید سلام شرکت في ټن د 29750 افغانیو په ارزښت د غلدره سیمې ګټونکی.
  • عطا اکسس شرکت في ټن د 26000 افغانیو په ارزښت د قلعه عبدالله سیمې ګټونکی.
  • د همالیا اطلس شرکت في ټن د 29200 افغانیو په ارزښت د هندو کاریز Cبلاک سیمې ګټونکی.
  • د ملي اطمینان شرکت في ټن د 30000 افغانیو په ارزښت د کاریز هندو Aبلاک سیمې ګټونک.
  • د بهاوقیام شرکت في ټن د 30000 افغانیو په ارزښت د بابوس سیمې ګټونکی.
  • د افغان یاسین شرکت في ټن د 25000 افغانیو په ارزښت د خوندیان سیمې ګټونکی.
  • د سټار یاحون شرکت في ټن د 26000 افغانیو په ارزښت د د کدو غر سیمې څلورم بلاک ګټونکی.
  • د فهیم ځلاند شرکت في ټن د 26900 افغانیو په ارزښت د کدو غر سیمې دریم بلاک ګټونکی.
  • د ګلو ګلکسي شرکت في ټن د 25500 افغانیو په ارزښت د کدو غر سیمې د دوهم بلاک ګټونکی.
  • د خوشحال احمدي شرکت في ټن د 26500 افغانیو په ارزښت د کدو غر سیمې د لومړي بلاک ګټونکی.

د ارزونې موظف هیئت لخوا د یادو سیمو ګټونکي اعلان شول.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS