د قوانینو او پالیسیو او د هغې د تطبیق د څارنې تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام ګډونوال پر ستاینلیکونو وستایل شول

firoz_admin
Sun, Sep 18 2022 2:08 PM
ff

د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې په همغږۍ د مرکزي ریاستونو د دویم او دریم بستونو 60 تنو کارکوونکو ته د قوانینو او پالیسیو او د هغې د تطبیق د څارنې تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام چې د یکشنبې په ورځ د 21/6/1401 نېټې د یوې اونۍ لپاره پېل شوی وو نن د تصدیقنامو په ورکولو سره پای ته  ورسید.
د یاد پروګرام په مناسبت چې د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې که غونډه جوړه شوې وه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور، معینانو، د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله، د چارو ادارې د پالیسیو او څارنې مرستیال او سرپرست رئیس مولوي سیف الدین تائب، رئیسانو او یو شمېر کار کوونکو په کې ګډون کړی وو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداري رئیس او کار کوونکو څخه منن ه وکړه او وویل: هیله من یم چې په دغه یوه اونۍ کې مو زیاتې لاسته راوړنې او تجربې تر لاسه کړي. او هیله یې څرګنده کړه چې دا ډول ښوونیزو پروګرامونو لا زیات جوړ او تطبق کړل شي. 
د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله د کانونو او پټرولیم وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې  کړه: خوښ یم چې دغه روزنیز پروګرام مو د یاد وزارت د بشري منابع د ریاست په همغږي د کارکوونکو د پوهاوي کچې لوړولو په موخه جوړ کړی وو او له هغو تجربو څخه چې د یاد پروګرام په مختلو برخو کې مو زده کړي په راتلونکي کې ښه استفاده وکړئ. 
او همدارنګه د پروګرام په پای کې هغو ټولو کار کوونکو ته چې په یاد پروګرام کې له پیل څخه تر پای ګډون کړی وو تصدیقنامې ورکړل شوې. ګډنوالو د دا ډول پروګرامونو له جوړولو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دغه پروګرام څخه د تجربو لاسته راوړلو څخه به سمه استفاده کو او په راتلونکي کې ورته پروګرامونو جوړولو غوښتونکي یو.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS