د کانونو په سکتور کې د مدني ټولنې له فعالانو او پانګوالو سره مشورتي ناسته

firoz_admin
Sun, Sep 25 2022 1:37 PM
ss

د کانونو په برخه کې د اسانتیاوو او پانګونې په اړه د یاد وزارت د مدني ټولنې آمر او ویاند مفتي عصمت الله برهان د مدني ټولنې له فعالانو او د خصوصي سکټور له پانګوالو سره د کانونو وزارت د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د يکشنبې په ورځ د 2/7/1401 نېټې د وزارت په مقام کې ناسته تر سره کړه.

په دغه ناسته کې د افغانستان په کانونو کې د لا زیاتو پانګوالو د هڅونې، د کانونو د ناقانونه استخراج د مخنیوي او د قیمتي ډبرو د صادراتو لپاره د مناسبو بازارونو د موندلو په اړه بحث وشو. د مدني ټولنې فعالان او پانګوال د شته فرصتونو په پام کې نیولو سره او همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت د فعالیتونو او دندو او په ټولنه کې د هغې د اقتصادي ارزښت د اهمیت په اړه د پوهاوي سیمینارونو په جوړولو او پلي کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

غونډه د کانونو د ناقانونه کیندنو او د هغو د زیانونو په اړه د پریزنټیشن په ورکولو او د ګډونوالو پوښتنو ته په ځواب ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS