په لوګر ولایت کې کرومایټ کان پروژې د ټولنیزو خدمتونو له لارې د یو عیدګاه جومات د جوړېدو چارې پېل شوې.

د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په سرخ آباد سیمه کې د عیدګاه جومات د جوړولو د بنسټ ډبره د 90 زره ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت د کانونو رئیس، د محمداغې ولسوال او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په حضور کې د کرمایټ کان کېندنې میټال ماینګ قراردادي شرکت له لوري کېښودل شوه
د یاونې وړ ده چې د ټولنیزو خدمتونو پروګرام کې د یاد کان میټال ماینګ استخراجي شرکت په ژمنو کې د یو عیدګاه جومات جوړول وو چې په یو وخت کې به د 2000 لمونځ کوونکو ظرفیت لري.