د پورونو د کمیټې اونیزه غونډه ترسره شوه

firoz_admin
Mon, Mar 06 2023 12:41 PM
ss

د پور ورکونې کمېټې اونيزه غونډه د دوشنبې په ورځ د 1401/12/15 نېټې د مالي او اداري مرستيال مولوي حسام الدين صابري په مشرۍ د يادې کمېټې د غړو او د پور ورکوونکو شرکتونو د مسوولينو په شتون کې د مالي او اداري معينيت د غونډو په تالار کې تر سره شوه. 
په دې ناسته کې د وزارت د عوايدو د رياست له خوا د پورونو په اړه د لنډو معلوماتو  وړاندې کولو تر څنګ د کانونو او پټروليم وزارت له پوروړو شرکتو څخه د پورونو ترلاسه کولو  په اړه هم خبرې اترې وکړې. 
په پای کې د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري له پور ورکوونکو شرکتونو څخه په ټاکلي وخت د کانونو او پټرولیم وزارت د پورونو ترلاسه کولو څرنګوالي په اړه د کمیټې غړو د نظریاتو، وړاندیزونو او د حل لارو له اوریدو وروسته ورته لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS