د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه جوړه شوه

firoz_admin
Wed, May 03 2023 1:17 PM
22

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د چهارشنبې په ورځ د 13/2/1402  نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د مرستیالانو، رئیسانو او د بېلابېلو برخو مسؤلینو په ګډون د وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست میدان وردګ، غزني، زابل او کندهار ولایتونو ته د خپل سفر او د ولایتونو د کانونو ریاستونو د کاري بهیر د څرنګوالي، په بېلابېلو تخنیکي مسایلو، او د کاري بهیر د ستونزو او ننګونو د حل او همدارنګه د ولایتي رئیسانو لپاره یې د روزنیز سیمینار په برابرولو خبرې او نظرونه سره شریک کړل.
په پای کې د یادې موضوع په اړه د ریاستونو مسوولینو خپل وړاندیزونه او نظرونه وړاندې کړل.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS