د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د MJAM کمپنۍ له رئيس سره وليدل

firoz_admin
Sat, Aug 12 2023 9:05 AM
dd

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د عنيک مسو له قرار دادي کمپنۍ MJAM  له رئيس خه شو پينک او مل پلاوي سره د پنجشنبې په ورځ د 1402/5/19 نېټې په خپل کاري دفتر کې وليدل. 
په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د عینک مسوکان پروژې په پراختيا او انکشاف، د کاري برنامې په تشريح, د یاد کان د سرک جوړولو او د MJAM کمپنۍ په نوي کاري پلان په اړه سره بحث او نظرونه شریک کړل.
او همدارنګه د کانونو او پټروليم وزارت د عینک مسو د کان کېندنې چارو د چټکتيا تاکيد تر څنګ يې قرار دادي کمپنۍ ته وويل: د کانونو او پټروليم وزارت د عینک مسو پروژې د کار پېل لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS