د قیمتي او نیمه قمیتي ډبرو د قیمت ټاکلو کمېټې غونډه ترسره شوه
د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو کمېټې غونډه د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ د کمېټې غړو ترمنځ د چهارشنبې په ورځ د 25/5/1402 نېټې د یاد وزارت د مالي او اداري معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د قیمتې ډبرو د قیمت ټاکلو د کان کېندني قانون، د کمېټې کاري طرزالعمل په اړه بحث او نظرونه شریک کړل. او همدارنګه د یادو ډبرو لپاره د محلي، منطقوي او نړیوالو نرخونو په اساس رویالټي وټاکل شوه.
