د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغان ـ جرمن پيوستون ټولنې له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
Sun, Oct 08 2023 11:24 AM
cc

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ د 15/7/1402 نېټې د افغان ـ جرمن پیوستون ټولنې له رئیس ښاغلي احمدالیاس عمر او د افغان ـ جرمن د صنایعو او سوداګرۍ خونې له سرپرست رئیس ذکریا احمدي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه، په افغانستان کې د تحولاتو، د پانګونې شته فرصتونو، د سرتاسري امنیت شتون او همدارنګه د سوداګرۍ په پراختیا، افغانستان ته د پانګونې جذبول، معیاري کول، د ډبرو سکرو کیفیت تعینولو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
په پای کې د افغان ـ جرمن پیوستون ټولنې په اقتصادي، تخنیکي، مشورتي او د بهرنیو پانګوالو په ځانګړې توګه د جرمنیانو جذبولو په اړه د همکاریو ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS