د هرات ولایت د سمنټو پروژې د تړون لاسلیک

firoz_admin
Sun, Oct 15 2023 1:26 PM
sss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ د 23/7/1402 نېټې د سمنټو دریم لوی تړون چې په هرات ولایت کې موقعیت لري له ګلبهار ګروپ سره د رسنیو په شتون کې لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې پروژې د تړون لاسلیک غونډه کې وویل: د خدای (ج) له درباره څخه ډېر شکر ګذار یم، چې له کلونو نا امنیو وروسته د یوې سترې ملي پروژې د تړون لاسلیک شاهدان یو، د کندهار او پروان ولایت جبل السراج سمنټو پروژو څخه وروسته دریمه ستره د سمنټو تولیدي پروژه ده، د هرات ولایت د سمنټو پروژه له کورني پانګوال او کمپنۍ سره لاسلیک کوم.

همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: یاده پروژه د (142) میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونې سره به د 30 کالو لپاره په قرارداد ورکول کېږي او 5000 زره کسانو ته به مستقیم  ډول د کار زمینه برابره شي او افغانستان به د سمنټو له درکه په ځان بسیا شي او صادرات به هم ولرو.

په دغو مراسمو کې د ګلبهارګروپ کمپنۍ مرستیال د یاد تړون لاسلیک یو مهم او بنسټیزګام د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې وګاڼه او د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبري څخه یې مننه وکړه چې د هېواد کاني زېرمو په برخه کې یې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده.

د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي محمد یونس مهمند او د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي هم خبرې وکړې، د داسې بنسټيزو قراردادونو لاسلیک یې د هېواد د اقتصادي پراختیا او پرمختګ لپاره اړین وباله ویې ویل: په افغانستان کې سرتاسري امنیت او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر دي، کورني او بهرني پانګوال کولائ شي په ډاډ سره د هېواد په کانونو باندې پانګونه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د کندهار، هرات او پروان ولایت جبل السراج سمنټو پروژو باندې 462 میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده او 15000زره کسانو ته به په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS