کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د (Silk Road) کمپنی له مسؤولینو سره لیدنه وکړه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۳
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي عنایت الله مومند تیره ورځ وروسته له غرمي د (Silk Road) د کان کېندنې د کمپنی له ریئس او همداشان د مس شیدا پروژې له قراردادي ښاغلي سمیع الدین صدیقي سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه.

د لیدنې موخه، د مس شیدا پروژې د پرمختګونو او د پروژې اړوند موضوعاتو په باره کې له وزارت مقام سره بحث ؤ. د لیدنې په ترڅ کې د قراردادي شرکت مسؤولینو وزارت مقام ته د مس شیدا پروژې د پلټنې (اکتشافي) کار د شروع په برخه کې، وزارت مقام ته د پام وړامادګيو په اړه ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده چې، مس شیدا پروژه د هرات ولایت اړوند د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو په سرحدي کرښه واقع ده، چې ذکر شوی شرکت به  د دریو کلونو په موده کې د پلټنې(اکتشاف) د مرحلې په برخه کې ( 21.3) ملیونه امریکایې ډالره لګښت وکړي.

 

#هرات #مس‌شیدا #کانونو _او_پټرولیم #MoMP

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته