د‌کانونو او پټروليم وزارت سرپرست‌وزیر د افغانستان د سوداګرۍ د خونو مرستیال او د هېواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۹:۳۸
یی

 د‌کانونو او پټروليم وزارت سرپرست‌وزیر، محمد هارون چخانسوری د افغانستان د سوداګرۍ د خونو مرستیال، ښاغلي محمد یونس مومند او د هېواد له یو شمېر پانګوالو سره وکتل.

په دې غونډه کې د پانګونې د جذب او تسهیل په اړه هر اړخیز بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې، د هېواد د پانګوالو او د وزارت ترمنځ دې د همغږۍ په موخه منظمې ناستې ترسره شي ترڅو د ګډو مشورو په رڼا کې د کانونو په سکتور کې عملي او شفاف تحرک رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته