د‌کانونو او پټروليم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د وزارت د معینانو په ګډون د رهبرۍ په غونډه کې د عوایدو د تنظیم د ریاست له غړو سره د پوروړو شرکتونو د مقروضیت په اړه جدي بحث درلود.

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۹:۱۶
لال

د‌کانونو او پټروليم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د وزارت د معینانو په ګډون د رهبرۍ په غونډه کې د عوایدو د تنظیم د ریاست له غړو سره د پوروړو شرکتونو د مقروضیت په اړه جدي بحث درلود. په ټول کې ۱۷ شرکتونه د کانونو او پټرولیم وزارت څخه د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۴ کال راهیسې پوروړي دي او د پورونو مقدار ۷۷۳،۳۴۸،۱۷۵ (اووه سوه او درې اویا میلیون، درې سوه او اته څلوېښت زره او یو سل او پنځه اویا افغانۍ) دی.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې پوروړو شرکتونو ته دې د پورونو د تادیې په هکله جدي توصیه ورکړل شي او د خلاف په صورت کې دې جدي قانوني برخورد ورسره وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته