د ترکیې او قطر هیوادونو د شرکتونو له استازو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ناسته

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۵:۴۳
sd

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ 30/2/1402 نېټې د ترکیې او قطر هیوادونو د شرکتونو له استازو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د وزارت سرپرست دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ له افغانستان سره د دواړو هیوادونو پر اوږدمهاله او ښو همکاریو او اړیکو خوښي څرګنده کړه او د هېواد د کانونو په برخه کې یې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه سره شریک کړل او زیاته یې کړه: چې افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه هېواد دی. او الحمد لله چې په ټول هیواد کې سر تاسري امنیت تامین دی. او کورني او بهرني پانګوال کولی شي چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او موږ یې هرکلی کوو.
د ترکیې او قطر د شرکتونو استازو د دغه وزارت د رهبرۍ له میلمه پالنې څخه خوښي او د افغانستان د کانونو په برخه کې یې پانګونې  ته خپله لېولتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دوی ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د دوی له لېوالتیا مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۴۵
Background image

د هېواد د کانې زېرمو په برخه کې ترکي پانګوال خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې له یوتن ترکي پانګوال سره وکتل.
یاد پانګوال د کاني زېرمو په برخه کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۴۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د لغمان له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشت په لومړی نېټه په خپل کاري دفتر کې د لغمان ولایت له والي قاري بختیار معاذ سره وکتل.
په دې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۸:۳۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریزکال د لړم میاشتې په ۱ نېټې په خپل کاري دفتر کې د سعودي عربستان دلتا انټرنیشنل کمپنۍ له اجراییوي رئیس شاهر. . .

بېرته خبرونه ته