د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې پیل شوې
د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۷مه نېټه پیل شوې.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت رئیس سلیمان جیلیو، د شمال زون والیانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د جوزجان والي راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې د داسې سترو پروژو په پلي کېدو سره به د جوزجان ولایت د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د پام وړ بدلون راشي.
ورپسې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې پروژې د عملي چارو د پیل له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، دیادې کارخونې د جوړولو په برخه کې به شرکت ١٦٠ میلیونه ډالره پانګونه کوي پنځه زره کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي، اسلامي امارت هڅه کوي څو د خامو موادو د پروسس زمینه په هېواد دننه برابره کړي. د اقتصادي ودې او اوږدمهاله اقتصادي موخو د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده، چې د بهرنیو وارداتو پر ځای کورني تولیداتو ته وده ورکړل شي.نوموړي ټینګار وکړ چې د دې سترې پروژې مسوولین باید خپلې چارې په بشپړې روڼتیا او غوره ډول پرمخ یوسي.
دغه راز د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور وویل، سمنټ د آبادۍ او رغونې په برخه کې له مهمو اړتیاوو څخه دي او افغانستان اوس مهال د سترو پروژو او پانګونې لپاره مناسب فرصتونه لري. نوموړي پر یووالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په لنډ وخت کې د ګڼو سترو پروژو پیل د دې څرګندونه کوي چې هېواد د پرمختګ پر لور روان دی.
همداراز د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د خپلو خبرو پر مهال وویل، د ویاړ ځای دی چې د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو سترې او مهمې پروژې اکتشافي چارې د ۷۷ ترکي شرکت له لوري په بریالیتوب سره بشپړې شوې دي او نن یې د عملي چارو د پیل شاهدان یو. نوموړي زیاته کړه، دغه پروژه نه یوازې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام دی، بلکې د ځان بسیاینې او صنعتي پرمختګ پر لور یو بنسټیز بدلون هم بلل کېږي. هغه په هېواد کې د سمنټو د پنځو سترو کارخونو یادونه هم وکړه زیاته یې کړه، چې چارې یې په چټکۍ روانې دي او ځینې به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په پای کې د ۷۷ ترکي شرکت رئیس سلیمان جیلیو وویل، موږ په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې سترې پروژې تر کار لاندې لرو او هڅه کوو، چې د افغانستان له طبیعي سرچینو څخه په سمه توګه ګټه واخلو. نوموړي زیاته کړه، د مشرانو ملاتړ او د دولت روښانه پالیسي موږ هڅوي، څو لا ډېرې پروژې پلې کړو.
هغه همداراز وویل، د یتیم تاق سمنټو پروژه به په پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال وي، په دوو کلونو کې به بشپړه شي او د چاپېریال ساتنې ترڅنګ به د ټولنیزو خدمتونو او کاري فرصتونو په برابرولو کې هم د سیمې خلکو ته ګټه ورسوي او د پروژې ټولې چارې به د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره شي.
