د زابل ولایت د کانونو ساتنې کمېټې ناسته ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۶ - ۱۵:۱۶
یی

د کانونو ساتنې کمېټې غونډه د زابل ولایت د والي مرستیال الحاج مولوي محب الله حماس په مشرۍ د کمېټې غړو په ګډون ترسره شوه، د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو کانونو د غیر قانوني استخراج مخنیوی د یاد ولایت د ټولو کاني سیمو ساتنې په اړه یې خبرې وکړې.
د زابل ولایت د والي مرستیال د قانون په پلي کېدو ټېنګار وکړ ویې ویل: د کانونو ساتنې کمېټه خپل طرزالعمل لري، ددې طرزالعمل مطابق ټول مسئولیت لری، چې خپل فعالیتونه مخته یوسئ او میاشتنۍ غونډې ترسره کړئ، لاسته را وړنې او ستونزې د کمېټې له مشرتابه سره شریکې کړئ.
همدا راز د زابل ولایت د کانونو رئیس په یاد ولایت کې د شته کانونو په اړه د کمېټې غړو ته معلومات ورکړل زیاته یې کړه: د خوښۍ ځای دی چې په زابل ولایت کې تر اوس پورې د غیرقانوني استخراج کومه پېښه نه ده ترسره شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته