د سرپل ولایت قشقري او انګوت ساحو د خام نفتو پلور داوطلبي

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۵:۲۷
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین د سرپل ولایت قشقري ساحې ۱۰ زره او د انګوت ساحې ۵ زره خام نفتو داوطلبي نن یکشنبه د ۲۱/۳/۱۴۰۲ نېټې تر سره کړه. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یادو ساحو خام نفتو د داوطلبۍ پروسه چې مخکې اعلان ته سپارلې وه. نن یې د پلان او پالیسي، مالي او اداري او تخنیکي مرستیالانو، د افچین کمپنۍ او نفت او ګازو رئیسانو، موظف هیئت او څلورو شرکتونو په شمول چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو د داوطلبۍ پروسه یې په شفافه توګه تر سره کړه.
په دې داوطلبۍ کې د فارت نوبل انرژي شرکت د سرپل ولایت د قشقري ساحې ۱۰ زره خام نفت في ټن په 466.2 آمریکايي ډالرو او د دورجي آئیل شرکت د انګوت ساحې د ۵ زره خام نفت في ټن 370 آمریکايي ډالرو ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته