د طبیعي ګاز (بیات پاور) څخه د بریښنا تولید د پیل لپاره امیدونه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۹:۳۷
mpp

پرون ورځ وروسته له غرمې، کانونو او پټرولیم وزارت ځای ناستې وزیرې او بیات پاور مسؤلینو په ګډه سره د جوزجان ولایت له طبیعي ګاز(بیات پاور) څخه د بریښنا تولید پروژې د کمو باقي کارونو په اړه نظرونه څرګند کړل.
او همدارنګه بیات پاور رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له محترم مقام څخه مننه وکړه چې په خپل شتون سره یې جوزجان ولایت ته سفر وکړ او له نږدې یې د بیات پاور پروژې له کارونو څخه لیدنه وکړه.
کانونو او پټرولیم وزارت وزیرې هم د افغان ګاز له لارې د ګازو په عرضه کولو کې جدي پرمختګ وښود او د هغې مسؤلیتونو د بشپړولو او نهایي کولو پخاطر یې چمتووالی وښود.

د شبرغان له طبیعي ګاز څخه د بریښنا تولید پروژه چې د بیات پاور ګروپ لخوا پرې پانګه اچونه شوي، د نهایې کیدو په حال کې ده، تمه ده چې نوموړي پروژې ګاز به د افغان تصدي ګاز له خوا عرضه او (42) میګا واټ بریښنا به، په بریښنا شرکت و پلوري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته