د عوایدو د رونټیا، راپور ورکولو او د چارو چتکټیا په موخه د عوایدو مدیریت سیسټم د پلي کولو لپاره چمتو شو.

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۵:۲۷
ss

د عوایدو د مدیریت سیستم د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون د MIS ریاست له لوري د پرزنټېشن له لارې معرفي شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو د مدیریت سیستم د اسانتیا، رونټیا او را پور ورکولو په موخه په لومړي سر کې د وزارت د ریاستونو لپاره او وروسته د ولایتونو دریاستونو لپاره پلی کېږي.
یاد سیستم د عوایدو د رونټیا، له فساد څخه مخنیوی، په تصمیم نیونې کې ښه والی د بېلابېلو ولایتونو او وزارت څخه په انلاین ډول د منرالونو د راپور ورکولو او اخیستلو په موخه جوړ شو.
په پای کې د M I S رئیس د عوایدو سیستم د ښه والي په موخه خپلې غوښتنې او طرحې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته