د لوګر ولایت د سمنټو کارخونې تړون لاسلیک شو

urgent_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۲:۴۹
د لوګر ولایت د سمنټو کارخونې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د افغان ساکو د کان کیندنې پروسس سوداګریز شرکت سره د لوګر ولایت د التمور سیمې د سمنټو تړون د سه شنبې په ورځ د 1403/10/4 نېټې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر او رسنیو په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري او د یاد شرکت د رئیس وو زیدان له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې کارخونې په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د خوښې ځای دی چې نن ورځ موږ د سمنټو د یوې سترې پروژې دلاسلیک شاهدان یو، د اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې (623) میلیونه ډالرو په ارزښت د سمنټو پروژو څلور ستر تړونونه لاسلیک کړي دي، چې په دې سره زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي او دیادو پروژو چارې په چټکتیا سره روانې دي او نن ورځ د لوګر ولایت د التمور سیمې د سمنټو تړون د (145) میلیونو ډالرو په ارزښت د افغان ساکو شرکت سره لاسلیک کوو، چې د سمنټو ورځنی تولید به یې 2500 ټنه وي او په دې سره به سلګونو ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته شي او د شرکت د ژمنې سره سم به په طبي او تعلیمي برخو کې هم خلکو ته ټولنیز خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۶:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري په مشرۍ، د یو شمېر رئیسانو او مسوولینو په ګډون د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۴لمریز کال د وږي میاشتې په ۵مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۱:۲۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاتارستان د نفتو ګازو او کیمیاوي صنعتي فورم کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د لوړپوړي پلاوي په مشرې د تاتارستان جمهوریت په رسمي بلنه د یاد هېواد د نفتو، ګازو او کیمیاوي صنعتي فورم کې د ګډون پر مهال وینا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۲۰:۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر تاتارستان جمهوریت ته په رسمي سفر روان شو

د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا د تاتارستان جمهوریت په رسمي بلنه یاد هېواد ته په سفر روان شو.
ټاکل شوې ده چې ښاغلی وزیر صاحب به په. . .

بېرته خبرونه ته