د مرمر ډبرو له پانګوالو سره په غونډه کې د دوی ستونزې، وړاندیزونه او نظریات واورېدل شول

firoz_admin
جمعه ۱۳۹۹/۱۱/۱۷ - ۹:۴۹
الال
د مرمر ډبرو له پانګوالو سره په غونډه کې د دوی ستونزې، وړاندیزونه او نظریات واورېدل شول د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو معین محمد عتیق ذکي، نن سهار د مرمر ډبرو له پانګوالو سره په غونډه کې د صادراتو په پروسه کې د اسانتیاو د رامنځته کولو، د قراردادونو په ترلاسه کولو کې د سهولت د برابرولو او د صادراتو د پالیسۍ د طرحه کولو په برخه کې د دوی ستونزې، وړاندیزونه او نظریات واورېدل. د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو معین محمد عتیق ذکي، د پانګونې د جلبولو، د مرمر ډبرو د صادراتو لپاره د نړېوالې بازارموندنې، د استخراج او پروسس د څرنګوالي او د ملي او بین المللي پانګوالو لپاره د پانګونې د اسانتیاو د برابرولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د هېواد د استخراجي صنایعو د سکتور د حقوقي چارچوب د تعدیل لپاره د وزارت د برنامو په اړه خبرې وکړې. د غونډې په لړ کې، د ټولو پانګوالو ستونزې، وړاندیزونه او نظریات واورېدل شول او پرېکړه وشوه چې د غوره رسیدګۍ په موخه به ددوی ستونزې تجزیه او تحلیل کیږي او په راتلونکې غونډه کې به یې په اړه اصولي لارې چارې وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته