د ټاپي پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي

kamran2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۱۶
تاپی


د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې د پام وړ پرمختګ کړی او تر دې دمه یې شاوخوا ۹۲ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان په خاوره کې د یادې پروژې له ټولټال ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالي څخه ۱۴۲.۹ کیلومتره نللیکه غځول شوې او ویلډېنګ شوې ده چې له مخې یې د نللیکې یوازې ۸ کیلومتره برخه پاتې ده.
په ورته وخت کې، د نللیکې د اړینو تجهیزاتو نصب او د اړوندو تاسیساتو د جوړولو چارې هم د پام وړ پرمختګ لري. د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ګازو د ترلاسه کولو او تنظیم دستګاه (Offtake Station) او د ګازو د اندازه‌ګیرۍ سټېشن (Metering Station) د جوړولو چارې هم شاوخوا ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.
همدارنګه، د غځول شوې نللیکې په شاوخوا ۷۰ کیلومتره برخه کې د هایدروټېسټ چارې بشپړې شوې او د پاتې برخې د ازموینې چارې هم په بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي. سربېره پر دې، د نللیکې په اوږدو کې د والونو نصب او د تقاطع‌ګانو د جوړولو چارې هم بشپړې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت او د ټاپي پایپلاین کمپنۍ لمېټډ په ګډه هڅه کوي، چې د یادې سترې سیمه‌ییزې پروژې چارې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د روان زېږدیز کال تر پایه بشپړې کړي.
بلخوا، په هرات ښار کې د ګازو د داخلي وېش او تنظیم شبکې د جوړولو په موخه د فرعي نللیکو او اړوندو تاسیساتو سروې هم بشپړه شوې ده او هڅې روانې دي، چې د یادې شبکې د جوړولو عملي چارې ژر پیل شي.
د ټاپي پروژه د افغانستان لپاره د اقتصادي ودې، د انرژۍ د تأمین، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي


د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې د پام وړ پرمختګ کړی او تر دې دمه یې شاوخوا ۹۲ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان په خاوره کې د یادې پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ ترکي ساختماني شرکت ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې، د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو پروژې اکتشافي چارې بشپړې او د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۴.۹ او ۵ درجې په کچه دوه زلزلې ثبت کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت د سایزمیکي مرکز د ثبت شویو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۵مه نېټه، د شپې شاوخوا ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې د ۵ درجې په کچه یوې زلزلې د نورستان. . .

بېرته خبرونه ته