د ټاپي پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې د بشپړېدو په درشل کې دي
د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې رغنیزې چارې د پام وړ پرمختګ کړی او تر دې دمه یې شاوخوا ۹۲ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان په خاوره کې د یادې پروژې له ټولټال ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالي څخه ۱۴۲.۹ کیلومتره نللیکه غځول شوې او ویلډېنګ شوې ده چې له مخې یې د نللیکې یوازې ۸ کیلومتره برخه پاتې ده.
په ورته وخت کې، د نللیکې د اړینو تجهیزاتو نصب او د اړوندو تاسیساتو د جوړولو چارې هم د پام وړ پرمختګ لري. د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ګازو د ترلاسه کولو او تنظیم دستګاه (Offtake Station) او د ګازو د اندازهګیرۍ سټېشن (Metering Station) د جوړولو چارې هم شاوخوا ۵۵ سلنه بشپړې شوې دي.
همدارنګه، د غځول شوې نللیکې په شاوخوا ۷۰ کیلومتره برخه کې د هایدروټېسټ چارې بشپړې شوې او د پاتې برخې د ازموینې چارې هم په بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي. سربېره پر دې، د نللیکې په اوږدو کې د والونو نصب او د تقاطعګانو د جوړولو چارې هم بشپړې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت او د ټاپي پایپلاین کمپنۍ لمېټډ په ګډه هڅه کوي، چې د یادې سترې سیمهییزې پروژې چارې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې، د روان زېږدیز کال تر پایه بشپړې کړي.
بلخوا، په هرات ښار کې د ګازو د داخلي وېش او تنظیم شبکې د جوړولو په موخه د فرعي نللیکو او اړوندو تاسیساتو سروې هم بشپړه شوې ده او هڅې روانې دي، چې د یادې شبکې د جوړولو عملي چارې ژر پیل شي.
د ټاپي پروژه د افغانستان لپاره د اقتصادي ودې، د انرژۍ د تأمین، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.
