د مس عینک له کان څخه د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي لیدنه!

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۲:۵۹
www

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د اقتصادي کمیسیون رئیس ملا عبدلغني برادر، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د صنعت او تجارت وزارت سرپرست بدرالدین عزیزي، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف، د مخابراتو وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حقاني، د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي ریاست رئیس شېخ الحدیث نورالحق انور او د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شېخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري د جمعې په ورځ د 4/9/1401 نېټې د لوګر ولایت مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې دوی د مس عینک د کان له بېلابېلو سیمو او له تاریخي اثارو څخه لیدنه وکړه. او د مس عینک کان د عملي کار د پیل په اړه یې د چینايي شرکت له پلاوي سره خبرې وکړې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د اقتصادي کمیسیون رئیس وویل: چې د مس عینک کان استخراج لپاره باید لا زیات کار وشي او همدارنګه د کان  استخراج په بهير کې له لرغونو اثارو څخه ساتنه وشي تر څو تاريخي اثارو ته زيان ونه رسيږي.
ورپسې بیا د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د اوسني وضعیت لپاره د مس عینک پروژې باندې د کار د پېل ښه فرصت دی او همدارنګه د افغانستان کانونو باندې د پانګونې ښه وخت دی څو دغه هیواد له اقتصادي بحران څخه وژغوري او اقتصادي ودې او پرمختګ لامل وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته