د مس عینک پروژې د کان کیندنې پلانونو په اړه پریزنټېشن وړاندې شو

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۸:۴۵
د مس عینک پروژې د کان کیندنې پلانونو په اړه پریزنټېشن وړاندې شو

یاده غونډه د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۹/۲۷ نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج، د عینک مسو پروژې رئیس انجنیر حمیدالله حبیبي، تخنیکي ټیم او د MJAM او ENFI قراردادي شرکتونو متخصصینو په ګډون د وزارت د غونډو په تالارکې ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ور پسې د مس عینک پروژې رئیس مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یادې پروژې د وروستیو پرمختګونو او کارونو په اړه یې خبرې وکړې.
په پای کې د یو پریزنټیشن په ترڅ کې د ENFI شرکت استازي د عینک د مسو پروژې د پخوانیو کارونو او د تطبیقي پلانونو په اړه چې د مس عینک پروژې لپاره یې په پام کې لري اړین تخنیکي معلومات وړاندې کړل، له تخنیکي بحثونو وروسته د وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس او د دواړو لورو تخنیکي ټیمونو د یادې پروژې د عملي چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته