د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د نفرایټ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۷:۳۲
نیوز

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د یاد ولایت د ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر کان‌کېندنې سیمې له نږدې وکتلې.

په دې لړ کې، یاد پلاوي د اولوناو کلي، سپین جومات کلي، انګور تاک کلي او کردي کچ کلي په ګډون، د نفرایټ ډبرو له مهمو ساحو څخه لیدنه وکړه او د کان‌کېندنې روان بهیر، تخنیکي چارې او د قراردادي شرکتونو فعالیتونه یې هر اړخیز وارزول. همداراز په یادې ولسوالۍ کې د کان‌کېندنې نورې سیمې هم تر څارنې لاندې ونیول شوې.

ښاغلي مولوي حسام‌الدین صابري د سیمو د ارزونې پر مهال د پروژو تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه وکړه چې خپلې چارې د مسلکي اصولو، همغږۍ او بشپړې ژمنتیا له مخې پر مخ یوسي، تر څو د کانونو د استخراج بهیر معیاري، منظم او اغېزمن شي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د طبیعي زیرمو سمه او اغېزمنه ګټه‌اخیستنه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري او اړینه ده چې په دې برخه کې شفافیت او تخنیکي معیارونه په جدي توګه مراعات شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۲۲:۳۶
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ الحدیث عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي. . .

بېرته خبرونه ته