د هېواد په قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پانګوونې د راجلبولو په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت هڅې

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۳:۴۹
ططط

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال، ښاغلي محمد حمید یوسفي نن ماسپښین د افغانستان په قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د پانګوونې د فرصتونو په هکله د (Gem Stone) کمپنی له استازو سره د ويډیو کنفرانس له لارې په داسې حال کې خبرې وکړې، چې د کانونو د کاډسټر عمومي رئیس او د چارو ادارې د پانګوونې اسانتیا واحد استازو پکې ګډون کړی وو.

په دې ناسته کې، د یاد شرکت استازو لومړی د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په افغانستان کې د پانګوونې په برخه کې د خپلو اندیښنو د څرګندولو ترڅنګ، په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د پروسس مرکز د جوړولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د افغانستان په قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د پانګوونې فرصتونه معرفي او په اړه یې داسې وو ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د پانګوونې اسانتیا لپاره د قانوني اسانتیاوو د چمتو کولو ترڅنګ د غیرقانوني استخراج د مخنیوي لپاره یې کار روان دی.

د غونډې په پای کې تصمیم ونیول شو، چې (Gem stone) کمپني به کابل ته راځي او د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د پانګوونې په هکله به خپل سوداګریز پلان وړاندې کړي، ترڅو د هېواد عایدات زیات او د دندو فرصتونو ته زمینه مساعده شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

بېرته خبرونه ته