د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو، کاني زېرمو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه یې شریک کړل.
د ایران سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا او پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو، لابراتوار جوړولو او نورو برخو کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د پالیسي او برنامو مرستیال هم د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ګډ کار  په برخه کې ورسره د هر ډول لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۲:۱۰
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۲۱:۱۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د قطر هېواد له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه، د قطر هېواد له سفیر ښاغلي دوکتور مردف بن علي القاشوطي سره په خپل کاري دفتر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

بېرته خبرونه ته