د پخواني حکومت د ولسي جرګې له دویم مرستیال سره د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۲:۲۱
صصص

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د پخواني حکومت د ولسي جرګې له دویم مرستیال او د شکر درې ولسوالۍ له مشرانو سره د سه شنبې په ورځ د 15/9/1401 نېټې د وزارت په مقام کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د شکر درې ولسوالۍ مشرانو د خلکو ستونزې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره شریکې کړې. او زیاته يې کړه چې باید اسلامي امارت له ټول افغانستان په ځانګړې توګه د شکر درې ولسوالۍ  څخه ملاتړ وکړي او همدارنګه یې د اسلامي نظام او مختلفو قومونو ترمنځ د ښو اړیکو ټینګولو په اړه خبرې اترې وکړې.
د یاد وزارت سرپرست له اوسني نظام، د څه باندې یو کال لاسته راوړنو او د افغانستان د خلکو حقوقو په ملاتړ کې د ټولو خلکو ونډه وستایله. او د اسلامي امارت او په بهر کې میشتو افغانانو تر منځ یې پرلازیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې اسلامي امارت ته په کار ده چې خپل وطن ته د راستنو شویو کسانو امنیتي او نورې ستونزې هوارې کړي.
ښاغلي نجیب الله ناصر د نیمروز د سمنټو د فابریکې د فعالیدو په اړه چې دوه کاله وړاندې یې هره ورځ 1000 ټنه تولیدات درلودل خبرې وکړې.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو د حل په برخه کې د دوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې او د غوښتنو د پوره کېدو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

بېرته خبرونه ته