د پلان او پالیسۍ مرستیال د S N – Mining Corporation کمپنۍ له رئیس سره وکتل

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۸:۹
د پلان او پالیسۍ مرستیال د S N – Mining Corporation کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د وري په ۲۶مه نېټه، د هندوستان د S N – Mining Corporation کمپنۍ له رئیس سودیر شېتي او مل پلاوي سره و کتل.
په دې لیدنه کې د یادې کمپنۍ رئیس د وزارت رهبرۍ د‌ مېلمه پالنې څخه مننه وکړه، د خپلې کمپنۍ د کار او فعالیتونو په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل. نوموړي په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هرات ولایت د چشت شریف د مرمر ډبرو کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.
د وزارت د پلان او پالیسي مرستیال د کاني سرچینو په برخه کې د هغوی د پانګونې د لیوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د پانګونې د زمینې برابرولو په برخه کې به د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې ورسره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته