د پنجشېر ولایت د زمردو داوطلبي ترسره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۸:۵۱
۲۲۲

د پنجشېر ولایت د (3342.95) قیراط زمردو داوطلبي د 2/8/1402 نېټې د پنجشېر والي ښاغلي حافظ محمد آغا په شتون کې چې پکې د پنجشېر د کانونو رئیس، د وزارت مقام ویاند مفتي همایون افغان، د استخبارتو رئیس، سیمه یزو مسئولینو، مشرانو، داوطلبو شرکتونو او خلکو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې داوطلبي ترسره شوه.
په دغه داوطلبي کې د زمردو پلور د رونټیا په پام کې نیولو او کریستل بندي توګه ترسره شو.
ښاغلی محمد حامد د 4000 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (60) قیراط زمردو او د 15000 امریکايي ډالرو په ارزښت د(841.75) قیراط زمردو ګټونکی شو.
ښاغلی فرید د 40000 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (402) قیراط زمردو ګټونکی شو.
ښاغلی محمد وصال د 201500 امريکايي ډالرو په ورکړې سره د (435.85) قیراط زمردو ګټونکی شو.
ښاغلی محمد زید د 33500 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (447) قیراط زمردو ګټونکی شو.
ښاغلی حاجي محمد ذبیح د 60200 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (328.35) قیراط زمردو ګټونکی شو.
ښاغلی صلاح الدین د 473000 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (828) قیراط زمردو ګټونکی اعلاشوه.
په ټولیز ډول د 3342.95 قیراط زمرد د 827200 امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول او همدارنګه د یادولو وړ ده، چې د اوسنۍ داوطلبي پلور او مخکنۍ داوطلبي د (1434900) امریکايي ډالرو په ارزښت ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته